Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېر یوه کال کې ۱۶ زره کسان د سرطاني ناروغیو له کبله مړه شوي دي

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یو کال کې هېواد کې ۲۳ زره کسان په سرطاني ناروغیو اخته شوي چې له منځه یې شاوخوا ۱۳ زره ښځې او ۱۰ زره یې نارینه دي.

د روغتیا وزارت چارواکو د سرطاني ناروغیو سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وویل چې د سرطان ناروغۍ معلومولو د مرکزونو کمي له کبله تېر یو کال کې ‍۱۶ زره کسان د دغو ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

بل لور د جمهوریت روغتون چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص یوازینی مرکز دی، ډاکټران یې وایي، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ داسې کسان ورځي چې ګومان کوي د سرطان ناروغي لري.

۵۳ کلن حسین داد چې له بامیان ولایته د کابل جمهوریت روغتون ته راغلی وايي، له نېږدې لسو میاشتو راهیسې د مري پر سرطان اخته دی.

حسین داد زیاتوي، د بستر د کمښت له امله له شلو ورځو انتظار وروسته په دې روغتون کې بستر شو:«ما فکر کاوو چې د معدې درد دی، معدې مې سوی درلود، سینې مې درد درلود، شا مې درد درلود او د اور په څېر به سره کېده.»

سرطان ناروغۍ له څلورو میاشتو راهیسې دغه مور له خپلو ماشومانو لرې کړې ده. هغه له کاپیسا کابل ته راغلې او له حکومته غواړي چې، په هېواد کې د سرطان ناروغیو د تشخیص او د دغې وژونکو ناروغیو د درملنې موکې برابرې کړي.

په سرطان اخته ناروغه، شاه بي بي څرګندوي:«حمله راباندې راځي، سر او غاښونه مې نرم کیږي.»

 د جمهوریت روغتون ځینې ډاکټران وايي، په ورځ کې څه باندې سل کسان چې شک لري پر سرطان ناروغۍ اخته دي، دغه روغتون ته ورځي؛ خو دوی بیا نشي کولی ټولو دغو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

د سرطاني ناروغیو د تشخیص برخه کې موظف ډاکټر، خالد زیاتوي:«شمېرې ډېرې دي، او موږ د ناروغانو ورځنۍ اړتیاوې نشو پوره کولی، ناروغان، یوه میاشت تر څلویښتو ورځو پورې په تمه پاتې کیږي چې نوبت یې د بستر لپاره ورسیږي.»

د فبرورۍ څلورمه د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ ده.

د عامې روغتیا د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې په هېواد کې ۲۳ زره کسان پر سرطاني ناروغیو اخته شوي چې له دې منځه ۱۳ زره تنه یې ښځې او ۱۰ زره تنه یې نارینه وو.
د سرچینې په وینا، له دې ډلې ۱۶ زره کسان یې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ معین، بشیر نورمل وايي:«په هېواد کې چې دېرش میلیونه نفوس لرو موږ ۳۹ دېرش زره پېښې کشف کړې او د تشخیص ظرفیت باندې هم پوهېږو چې باید څورمه مو کشف کړې وی.»

 عامې روغتیا وزارت دغه ناروغۍ اندېښمونکې بولي او همداراز ککړه هوا، ناسالم خوراک، له نشه يي توکو ګټنه، جګړه، ځانمرګي بریدونه او چاودنې د دغو ناروغیو لاملونه په ګوته کوي.

له سرطان سره د مبارزې بنست مشره، نسرین اوریاخېل بیانوي:«افغانستان د سرطان نارغیو د ثبت سیستم نلري، که دا سیستم وي، موږ کولی شو چې د پېښو سره انډول کې پلان جوړ کړو.»

سرطاني ناروغۍ یوازې په افغانستان نه دي؛ بلکې په ټوله نړۍ کې زیات خلک پرې اخته دي. د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۴۴ میلیونه کسان، پر سرطاني ناروغیو اخته دي او هر کال له امله یې شاوخوا لس میلیونه کسان مړه کېږي.

شریک یي کړئ