د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۶۵ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
شمېرې نن(جمعه د سلواغې په ۱۷مه نېټه) خپرې شوې دي، ښیې چې یاده موده کې ۱ د کوویډ۱۹ ناروغ مړی شوی دی.
له دې سره هېواد کې کوویډ۱۹ مړو شویو ناروغانو شمېر ۲ زره او ۴۰۸ ته ورسید.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو فعالو پېښو شمېر ۴ زره او ۹۰۴ دی.
تازه پېښې ۵ کابل، ۴ هرات، ۹ننګرهار، ۲ تخار، ۸ پروان، ۱ کندز، ۸ میدان وردګو، ۳ بدخشان، ۵ لوګر او ۲۰ هم په کاپیسا ولایت کې ثبت شوې دي.