هېواد کې د کرونا ویروس ۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او یو تن هم مړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت شمېرې چې نن(چهارشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) له رسنیو سره شریکې شوې دي، ښیې چې تازه پېښې د ۲ زره او ۹۸ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز تېرو څلرویشتو ساعتو ۲۴ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۴ زره او ۸۶۸ دي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۲ کابل، ۴ هرات، ۳ کندهار، ۱ بلخ، ۲ ننګرهار، ۳ تخار، ۱ بغلان، ۱ هلمند او ۱ هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوې دي.