د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله ۳ تنه مړه شوي او ۲۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه مالومات چې نن (جمعه د سلواغې په ۲۴مه نېټه) له رسنیو سره شریکې شوې ښیې چې تازه پېښې د ۱زرو ۳۹۱ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ زره او ۴۷۳ ته ورسید چې له ډلې یې ۴ زره ۶۵۶ یې فعالې دي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۴ کابل، ۳ هرات، ۳ کندهار، ۸ بلخ، ۲ ننګرهار، ۱ میدان وردګ، ۲ غزني، ۲ هلمند او ۳ هم په فراه ولایت کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲ زره ۴۲۷ تنه مړه شوي دي.