د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبې د سلواغې په ۲۶مه) په ټول هېواد کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کورونا ویروس د ۲۲ مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې موده کې درې تنه نور بېرته روغ شوي دي.
د کورونا ویروس د نویو پېښو له ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۵۵ زره او ۵۱۴ تنو ته رسېدلی دی.
په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې کابل کې ۴، هرات کې ۷، کندهار کې۱، ننګرهار کې۶، تخار کې۱، کونړ کې۱، فاریاب کې ۱ او پنجشیر کې ۱، ثبتع ثبت شوې ده.
په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر څه باندې ۲ زره او ۴۲۷ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۳۹۵ تنو ته رسېږي.
په ټوله نړۍ کې د دغې ناروغۍ له امله ۱۰۸ مېلیونه او ۵۷۶ زره په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې دوه مېلیونه او ۳۹۴ زره تنه مړه شوي دي.