د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۲ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د سلواغې په ۲۸ مه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې تازه پېښې د ۱ زرو ۴۷۲ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵زرو ۵۴۰ ته رسیږي چې له ډلې یې ۴ زره ۵۹۸ یې فعالې دي.
د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت تېر و ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله مړینې کومې پېښې خبر نه دی ورکړی.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره ۴۲۸ تنه مړه شوي دي.