Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس؛ ۱۵ مثبتې پېښې ثبت او دوه تنه مړه شوي

تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۲ تنه هم د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(چهارشنبې د کب په ۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه ثبت شوې پېښې د ۱ زره ۵۱۹ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

په همدې حال کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.

تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره ۴۳۸ تنه مړه شوي دي.

د یادولو ده چې تازه پېښې ۴ کابل، ۵ هرات، ۳ ننګرهار، ۱ کندز، ۲ میدان وردګو او ۱ هم په کاپیسا ولایت کې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هېواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین لړۍ پیله شوه او ټاکل شوې ده هېواد کې ۲۵۰ زره کسانو ته دا واکسین تطبیق شي.

شریک یي کړئ