د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۶ پېښې ثبت شوې دي او څلور تنه د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(پنجشنبې د کب په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي ښیې چې تازه پېښې د ۲زره او ۱۴۴ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۵ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي هم دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو فعالو پېښو شمېر ۳زره او ۹۷۳ دی.
د یادونې ده چې د کرونا ویروس تازه پېښې د هېواد په اتو ولایتونو کې ثبت شوې دي چې تازه پېښې ۲ کابل، ۱ هرات، ۴ کندهار، ۱ تخار، ۱ بغلان، ۱ کندز، ۱ نیمروز، ۲ هلمند، ۱ دایکندي او ۱ په نورستان ولایت کې ثبت شوې دي.