تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د کب په ۱۴مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۲ زره او ۱۴۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۳ ته ناروغان روغ شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ زره او ۸۲۷ ته رسیږي چې له ډلې یې اوسمهال ۴ زره او ۱۶ پېښې فعالې دي.
د یادونې ده چې تازه پېښې ۲ کابل، ۶ هرات، ۱ کندهار، ۷ ننګرهار، ۲ هلمند، ۱ بادغیس، ۱ غزني، ۱ غور، ۲ فراه و ۱ هم په نورستان ولایت کې ثبت شوې دي.