تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د مړینې شمېر صفر دی.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(شنبه د کب په ۱۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي ښیې چې تازه پېښې د ۱زرو او ۳ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ زره او ۸۴۷ ته رسیږي چې له ډلې یې ۴ زره او ۲۹ یې فعالې دي.
تېره شپه ورځ کې د کوویډ۹ څلور ناروغان روغ شوي دي.
د یادونې ته چې تازه پېښې، ۱ کابل، ۱ کندهار، ۴ هلمند او ۱ هم په دایکندي ولایت کې ثبت شوې دي.