Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د لومړي ځل لپاره د زنګانه د مفصل د پیوندلو جراحي عملیات

په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په روغتون کې ډاکټران بریالي شول چې د لومړي ځل لپاره د زنګانه د مفصل د پیوندولو جراحي عملیات ترسره کړي. 

د وزیر محمد اکبر خان روغتون مشر وايي، دغه عملیات یې دوه ورځې مخکې د یوه ۲۲ کلن ځوان پر زنګانه چې، له یوه کال راهیسې ترې کړېده، ترسره کړي دي.

ډاکټر او د وزیر محمد اکبرخان روغتون رییس سید عبدالله احمدي وايي:«هغه عملیات چې تېره ورځ ترسره شول، د «اې سي ال ریکنسټرکشن» په نامه عملیات یا د زنګانه د صلیبي رباط پيوند چې د بدن له نورو برخو اخیستل کېږي او دا ډول کېنول کېږي یادېږي. دا په خپل ډول کې پېچلي عملیات دي.»

ځينې ډاکټران له دغه عملیاته په ستاینې سره وايي، پر دغه رنځ ډېری سپورټي لوبغاړي اخته کېږي او کله کله د انسان د فلج کېدو لامل هم کېږي.

په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې ډاکټر محمد هاشم وهاج په دې هکله څرګنده کړه:«دغه عملیات په ټول افغانستان کې یو نوښت دی او دا د ترمیم عملیات دي. په دغه عملیات کې ډاکټران د ورانه له عضلې یو پيوند اخلي او د اټروسکوپ په واسطه چې یوه لیزري اله ده دننه په زنګانه کې مذاخله کوي او رباط ترمیم وي.»

فهیم هغه کس چې دا عملیات د هغه پر زنګانه شوی، د بغلان ولایت دی او کابل ته راغلی. د هغه زنګانه د فوټبال په برخه کې زیان ولید او له هغې وروسته د هغه لپاره تګ ستونزمن و:«زما لپاره ډېر ستونزمن و. ډاکټرانو ویلي وو چې په هېواد کې ستا درملنه نه کېږي، له همدې امله مې دومره هیله نه لره، خو بیا هم ومې غوښتل چې ډاډ ترلاسه کړم؛ دلته راغلم.»
 
د عامې ورغتیا وزارت وایي چې په ۲۰۱۹ کال کې د عامې روغتیا وزارت د تمویلوونکو بنسټونو د یوې سروې له مخې هېوادوال په کال کې تر ۴۰۰ مېلیون ډالرو پورې په بهرنیو هېوادونو کې پر درملنې لګوي.

شریک یي کړئ