د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې (د کب په ۱۸مه) اعلان وکړ چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول افغانستان کې د کورونا ویروس ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۲۴ تنه ناروغان روغ شوي او هېڅ ناروغ نه دی مړ شوی.
د کورونا ویروس نوې مثبتې پېښې په کابل کې ۳، هرات کې ۴، کندهار کې ۲، بلخ کې ۱، ننګرهار کې ۳ او نیمروز کې ۱ پېښه ثبت شوې ده.
له دغو شمېرو سره، په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۵۵ زره او ۸۶۸ تنو ته رسېږي.
له دې ډلې دوه زره او ۴۵۱ تنه ناروغان مړه او ۴۹ زره او ۴۰۲ ناروغان بېرته ښه شوي دي.