Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د کورونا ویروس د ۲۳ نویو مثبتو پېښو ثبت

د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې (د کب ۲۵مه) اعلان وکړ چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ناروغۍ یو ناروغ مړ شوی او څلور تنه نور روغ شوي دي.

نوې ثبت شوې پېښې په کابل کې ۲، کندهار کې ۵، بلخ کې۱، ننګرهار کې ۶، هلمند کې ۲، وردګ کې ۱، لوګر کې ۲، کونړ کې ۳ او لغمان کې ۱ یوه پېښه ثبت شوې ده.

له دغو شمېرو سره په هېواد کې ‍د کووېډ نولس د ناروغانو ټولیز شمېر ۵۵ زره او ۹۹۵ تنو ته رسېږي.

له دې ډلې د کووېډ نولس ۲ زره او ۴۶۰ ناروغان وژل شوی او ۴۹ زره او ۴۸۱ ناروغان ښه شوي دي. 

شریک یي کړئ