Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د کورونا ویروس د نوي ډول د اوو مثبتو پېښو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د وري په ۱۰مه) وویل د «کورونا ویروس د نوې برېټانیايي ډول» د اوو مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ. 

دغه وزارت خبرداری ورکوي چې دا کولای شي په هېواد کې د کورونا ویروس د درېمې څپې لپاره د خطر زنګ وي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په دوو وروستیو اوونیو کې، په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي؛ لکه څرنګه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله اته تنه مړه شوي دي.

له ختیځ ولایت ننګرهار نه د عامې روغتیا وزارت ته د کورونا ویروس د نوي ډول د رسېدلو ۱۲ مشکوکو بېلګو له مینځه اته هغه یې مثبتې پېژندل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت اوس د دې خبرې معلومول غواړي چې پر دغه نوي ویروس اخته کسان په تېرو ورځو کې کومو سیمو ته تللي او له چا سره یې تماس نیولی دی.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وايي:«له کومو کسانو سره یې لیدلي وو، هغوی ټول مو پیدا کړي، اوس ډېری یې چې له دغو اوو کسانو سره یې نږدې اړیکې لرلي دي، په کورني قرنطین کې دي.»

د عامې روغتیا وزارت وایي هڅه کوي چې د کورونا ویروس له تازه څپې سره د مقابلې لپاره د هېواد په کچه د واکسینو د تطبیق بهیر چټک او پراخ کړي. 

د دغه وزارت چارواکي دا هم وایي چې د واکسینو د نړیوالې ټولنې له لورې د ۱۶ مېلیونه دوزه ژمنه شویو واکسینو له جملې یې ۴۶۸ زره دوزه افغانستان ته رارسېدلي دي. 
تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۸ زره تنو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق شوی دي. اټکل دی چې د راتلونکي زیږدیز کال تر پایه به د هېواد ۶۰ سلنه وګړو ته دغه واکسین تطبیق کړل شي.

خو په هېواد کې ډاکټران د کورونا وېروس د نویو بڼو په هکله څه وایي؟
  
د هرات د ولایتي روغتون د عمومي داخله سرویس مسوول څرګندوي:«اخته کېدل یې کم؛ خو شدت یې په اورپا کې اویا ځله ډېر ښودل شوی دی او له بده مرغه د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ تراوسه په افغانستان کې اوه پېښې یې لیدل شوي او د زیاتوالي احتمال یې شته او علایم یې هم کابو یو شان دي.»

د سه شنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې دوه اویا تنه نور په کوویډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي او دغه راز په همدې موده کې ددغې ناروغۍ له امله اته تنه مړه شوي دي .

په هېواد کې د کوویډ نولس د ناروغانو رسمی شمېر۵۶۴۵۴ او د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر۲۴۸۴ ته رسېږي.

له دې ناورغۍ د بېرته روغو شویو کسانو شمېر هم ۵۱۳۷۳ رسېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه