د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس دوه تنه ناروغان هم مړ شوي دي او دوه تنه نور یې جوړ شوي دي.
نوې پېښې په کابل، هرات، کندهار، تخار، کندز، هلمند، لوګر او تخار ولایتونو کې ثبت شوې دي.
له دغو شمېرو سره، په افغانستان کې د کوویډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۵۶ زره او ۹۹۵ تنو ته لوړ شوی دی.
له دې ډلې دوه زره او ۴۹۷ تنه مړه شوي او ۵۱ زره او ۷۹۸ تنه بېرته روغ شوي دي.