د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې وویل چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په دغې موده کې د کووېډ نولس څلور ناروغان مړه شوي او ۱۷ تنه نور بېرته روغ شوي دي.
د کورونا نوې مثبتې پېښې په کابل کې ۱۴، هرات کې ۲۲، کندهار کې ۴، ننګرهار کې ۹، کندوز کې ۲، هلمند کې ۴، کونړ کې ۲ او لغمان ۵ هغه ثبت شوې دي.
د مړینې پېښې په کابل کې یوه په ننګرهار کې دوه، په کونړ کې یوه ثبت شوې ده.
له دغو شمېرو سره په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۵۶ زره او ۷۷۹ تنو ته رسېږي. له دې ډلې ۲۵۱۲ تنه مړه شوي او ۵۱ زره او ۹۰۲ تنه بېرته روغ شوي دي.
د جانز هاپکینز پوهنتون شمېرې ښيي چې په نړۍ کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر څه باندې دوه مېلیون او ۸۶۷ زرو او د اخته شویو کسانو شمېر هم ۱۳۱ مېلیونه او ۹۶۵ زرو ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په هېواد کې تراوسه څه باندې ۸۶ زره تنه د کورونا ویروس په وړاندې واکسین شوي دي.