Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درملو د خدمتونو ټولنه: حکومت د درملو د وارداتو د انحصار هڅه کوي

د درملو د خدمتونو ټولنه وایي چې په پنځو شرکتونو پورې د درملو د وارداتو او پلور د منحصر کولو لپاره د هڅو له درېدو درې کاله وروسته، د خوړو د ملي ادارې له جوړېدو سره دا هڅې له سره پېل شوې دي.

د دې ټولنې غړي خبرداری ورکوي که چېري حکومت تر دوو نورو ورځو له دغه کاره ډډه ونه کړي؛ په کاري اعتصاب به لاس پورې کړي.

د افغانستان د درملو د خدمتونو د ټولنې غړی ګل حلیم حلیم په دې هکله وايي:«دغه سکټور به په ټول هېواد کې کار بندیز (کاري اعتصاب) به پیل کړي چې پر ملت د هغې د منفي پایلو مسوولیت د چارواکو په غاړه وي.»
 
د خوړو او درملو د ملي ادارې د شمېرو له مخې په کال کې د شاوخوا یو مېلیارد ډالرو په ارزښت درمل هېواد ته راواردېږي.
 
د درملتونونو د مالکانو د ټولنې رییس جان آغا وايي:«هر څه د چارو په اداره کې دي. یو رییس چې نوی د پوهنې له وزارت څخه راغلی دی ایا د دې وړتیا لري په هغه سکټور کې چې یوه ورځ یې کار نه دی کړی، په یوه ورځ کې ۱۵۰ پاڼې طرحه جوړه کړي؟»
             
د افغانستان د درملو د خدمتونود ټولنې رییس اسدالله کاکړ هم څرګنده کړه:«د شینواري صاحب له خوا (طرحه) ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوې ده . له شینواري صاحب سره مو ولیدل او هغه راته وویل چې هغه یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولي دي چې سلاکاران یې وویني.»

د خوړو د ملي ادارې رییس مني چې د خوړو او درملو لپاره یې ولسمشر ته اصلاحي طرحه لېږلې ده. خو وایي چې په دې طرحه کې د درملو د خدمتونو په هېڅ برخه کې انحصاري موضوع نه ده راغلې.
    
د خوړو او درملو د ملي ادارې رییس محمدابراهیم شینواری وايي:«د درملو او خوړو ملي ادارې له څو محدودو شرکتونو سره، په پرچون او اعمده توګه د درملو د تولید او تورید لپاره هېڅ ډول هوکړه نه ده کړې.»

دم ګړۍ د درملو په برخه کې، د درملو او طبي اوزارو ۴۶۰ واردونکي شرکتونه، ۸ سلنه عمده پلورنځي او ۱۴ زره پرچون پلورنځي فعالیت کوي.

شریک یي کړئ