Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا د درېیمې څپې د خپرېدو په هکله د روغتیا وزارت خبرداری

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو په هلکه خبرداری ورکوي.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح دیني عالمانو ته د کورونا ضد واکسینو د تطبیق پروګرام کې وویل، که خلګ روغتیايي سپارښتنې جدي ونه ګڼي، ښايي افغانستان هم د هند په څېر د کورونا له ناورین سره مخ شي.

په همدې حال کې د حج او اوقافو وزارت له خلکو غواړي، چې د کورونا ضد واکسینونو په تړاو پر منفي تبلیغاتو باور ونه کړي او د امکان تر بریده دې هڅه وکړي چې واکسین ترلاسه کړي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه:«موږ د افغان ډاکټر له وړتیا او مهارت سره د کورونا ویروس د درېیمې څپې له یوې نابرابرې جګړه سره مخامخ یوو. په دغه پړاو کې یوازې ډاکټر او د دین عالم به پر مبارزې قادر نه وي؛ خو دا چې له هغه پیغام سره چې د دین عالم له تاسو سره یې شریک وي او د خپل افغان ډاکټر پر پیغام اعتماد وکړئ.»

د دغه وزارت چارواکي ګواښ کوي که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې پلې نه کړي د هند له برخلیک سره به مخامخ شي.

د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح څرګندوي:«که چېرې دې ته تمه وي چې ټوله ټولنه بې پروايي وکړي او یوازې د روغتیا سکټور او روغتیايي پرسونل د دغه سېلاب په وړاندې مقاومت وکړي دا به یو مقول او ممکن خیال نه وي.»

ورته مهال د حج او اوقافو وزیر چې د کورونا ویروس د تطبیق په پار په دغې غونډه کې ګډون کړی دی، د خلکو د نه همکارۍ له شکایت سره له هغوی غواړي چې په ګڼې ګوڼې په ځانګړې توګه د ترواویح په لمانځونو کې دې ماسکونه واچوي. 

د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حیلمي وویل:«له علماوو کرامو زموږ غوښتنه دا ده چې یوځل بیا کورونا ویروس جدي وګڼي په لومړي ګام کې له ماسک څخه استفاده وکړي او لاسونه ومینځي او د تراویح په لمانځه کې د خلکو ترمنځ واټن مراعت کړي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۵ تنه پر دغه ویروس ککړ شوي دي او له امله یې ۱۳ تنه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ