Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت: تېرو پنځو میاشتو کې د شري ۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان زیږدیز کال په لومړيو پنځو میاشتو کې هېواد کې د شري ناروغۍ له ۶۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت په وینا که څه هم دغه شمېر د تېر کال پرتله کم دی، خو د جګړو او واکسینو پر وړاندې د محدودیتونو له امله هر کال یوازې ۳۰ سلنه ماشومان واکسین کېږي.

په همدې حال کې د اندارګاندي صحت طفل روغتون مسوولان وايي؛ په ورځ کې له ۱۲ ډېر هغه ماشومان دغه روغتون کې بستر کېږي، چې په شري ناروغۍ اخته شوي وي.

لطیفه چې د شپږو ماشومانو مور ده وایي چې څو ورځې وړاندې یې ماشوم ټوخېده او تبه یې لرله، خو کله چې یې روغتون ته راوست، ډاکټرانو بستر کړ او ویې ویل چې د شري په ناروغۍ اخته دی.

د لطیفې یو بل یو کلن ماشوم څلور کاله وړاندې د شري یا سرخکان د ناورغۍ له امله مړ شوی دی.
 
هغه زیاتوي:«دا درې ورځې همداسې پروت و، ماښام یې چیغې او لړزه لرله...»

د اندراګاندي روغتون د ساري ناروغیو د څانګې مسوولان وایي چې دغه روغتون ته په ورځ کې له لسو تر دولسو پر شري ناروغۍ اخته ماشومان وروړل کېږي.
 
د اندراګاندي روغتون د ساري ناروغیو د څانګې مسوول همایون دادیار څرګندوي:«د ژمي له پیله تر پایه یعنې د پسرلي په پیل کې موږ د شري تر ټولو ډېر شمېر درلود.»

ډاکټران وایي چې د شري یا سرخکان ناروغي یوه ساري ناروغي ده او د ټوخي او تنفس له لارې نورو ته لېږدېدلای شي.

د ډاکټرانو په وینا هر ماشوم باید په دوو دورو کې واکسین کړای شي. لومړۍ دوره یې په نهه میاشتنۍ او دویمه دوره یې په اتلس میاشتنۍ کې ده.

د اندارګاندي روغتون د داخله څانګې متخصص نعمت الله امیري وویل:«د دغه ناروغۍ سیر ډېر اختلالونه لري چې له غوږ، ستوني او جنجرې پېل تر سینه و بغل او په ټول وجود اغېزه کوي.»

بل خوا د عامې روغتیا ریاست وایي چې د ۲۰۲۱ زکال له پېل راهیسې په هېواد کې د شري ناروغۍ ۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

که څه هم دغه شمېر د تېرو دوو کلونو پرتله کموالی نه ښيي، خو د عامې روغتیا وزارت ماشومانو ته د شري د واکسین د نه لګولو په هکله د اندېښنې په څرګندولو سره  وایي چې په کال کې دیرش سلنه ماشومان له واکسینه  پاتې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري په دې هکله څرګندوي:«د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د شري ناروغۍ د واکسین پوښښ ۶۰ تر ۷۰ سلنې دی په داسې حال کې چې د روغتیا د نړیوال سازمان د سپارښتنو پر بنسټ په یوې ټولنه کې لږ تر لږه باید له ۹۰ سلنې ډېر ماشومان واکسین کړو چې وکړای شو د دغه ویروس د ګرځېدو مخه ونیسو.»

سخته تبه، ټوخی، سینه وبغل، د بدن سره کېدل یا پر پوستکي د بخار راپوته کېدل د شري د ناروغۍ له نښو دي.

لویان په شري ناروغۍ نه اخته کېږي. د دې ناروغۍ نښې تر دیارلس ورځو پورې د ناروغ په بدن کې د لیدو وړدي.
 
شریک یي کړئ