Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ویروس د ۳۴۰ مثبتو پېښو او ۱۲ مړینو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبې، د غوايي په ۲۰مه) اعلان کړی چې تېره یوه شپه او ورځ کې، په افغانستان کې د کورونا ویروس ۳۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۱۲ ناروغان هم مړه شوي دي او ۱۵۰ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

نوې پېښې په کندهار کې ۷۵، ننګرهار کې ۶۰، کابل کې ۶۱، هرات کې ۲۵، بلخ کې ۵، تخار کې ۳، کندوز کې ۲، نیمروز کې ۴، هلمند کې ۱۹، میدان وردګ کې ۱۸، کاپیسا کې ۹، غزني کې ۸، کونر کې ۴، لغمان کې ۱۴، پنجشیر کې ۹، زابل کې ۵، فراه کې ۸ و نورستان کې ۱۱ پېښې ثبت شوې دي.

د مړینې پېښې په کابل کې ۷، او په ننګرهار، کندهار او پکتیا کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې دي.

له دغو شمېرو سره په افغانستان کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر ۶۲ زره او ۴۰۳ تنو ته رسېږي.

له دې ډلې ۲ زره او ۷۱۰ تنه ناروغان مړه شوي او ۵۴ زره او ۳۸۲ تنه بېرته روغ شوي دي.

په افغانستان کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر ۶۲ زره او ۴۰۳ تنو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ