Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېره یوه شپه او ورځ کې هېواد کې د کورونا ۱۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د غوايي په ۲۶مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰۲ شکمنو پېښو له معاینې ورووسته ۱۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې پر کووېډ نولس درې اخته ناروغان مړه او ۲۳ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

نوې پېښې په کابل کې۳۱، کندهار کې ۲۳، هرات کې ۱۲، بلخ کې ۱۱، هلمند کې ۶، بامیان کې ۸، کاپیسا کې ۳، لوګر کې ۶، غزني کې ۷، ارزګان کې ۴ او نورستان کې ۳ پېښې ثبت شوې دي.

له دې ټولو سره، په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۶۳ زره او ۵۹۸ تنو ته لوړ شوی دی.

له دې ډلې دوه زره او ۷۴۵ ناروغان مړه شوي او ۵۴ زره او ۶۸۶ ناروغانو بېرته روغ شوي دي. 

په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۶۳ زره او ۵۹۸ تنو ته لوړ شوی دی.

شریک یي کړئ