Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د کورونا د نوې بڼې خپرېدو په هکله د ډاکټرانو اندېښنې

ډاکټران وايي چې د کورونا ویروس هندۍ بڼه چې په نړۍ کې د کورونا ویروس یوه خطرناکه بڼه ده په هېواد کې په پراخه کچه د خپرېدو په حال کې ده.

د ډاکټرانو موندنې ښيي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس شاوخوا اته څلویښت نوې بڼې د خپرېدو په حال کې دي چې له دې منځه په افغانستان کې د ویروس لومړنۍ بڼه او هندي بڼه چې د افریقايي او بریتانیايي ویروسونو ګډوله ده، خپره شوې ده.

د افغان جاپان روغتون سرطبیب طارق احمد اکبري وايي:«دا ویروس په اسانۍ او په چټکه لېږدي او هغه علایم چې په کورونا کې دي لکه د ځان درد، سر دري، د وینې ټینګېدل او همدارنګه د خولې پخېدل او د ځان بخار ټول علایم لري؛ خو په نوې بڼه کې ډېر دي.»

په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په ټولنه کې د کورونا ویروس خپرېدل زیاتېږي او پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېرېږي، د کوویډ ۱۹ د ناروغانو د ساتنې لپاره یوازې یو خصوصي روغتون شته چې ان د هېواد د لېریو پرتو ولایتونو ناروغان هم په کې بستر دي.
 
ډاکټر الیاس مشعل په دې هکله وویل:«نوې بڼه چې تر ډېره هند پورې تړل کېږي، له بده مرغه پېښې یې زیاتې دي.»

د کوویډ ۱۹ د ۱۲۰ ناروغانو له منځه چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې افغان جاپان روغتون ته وروستل شوي دي، د شاوخوا ۶۵ تنو وضعیت نازک ښودل شوی دی. ډاکټران وایي چې د کورنیو بې احتیاطي د ناروغانو د مړینې له اصلي لاملونو دي.
 
د عامې روغتیا وزارت وایي چې ټاکل شوې ده، په کابل کې د کووېډ ۱۹ دوه نور ځانګړي روغتونونه هم جوړ شي.
په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کووېډ نولس ۱۲ ناروغان مړه شوي دي.

د ډاکټرانو د شمېرو پر بنسټ په نړۍ کې د کورونا ویروس کابو ۴۸ ډوله د خپرېدو او ګرځېدو په حال کې دي.

شریک یي کړئ