د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې (د غبرګولي په ۱۷مه) د کووېډ نولس ناروغۍ له امله د ۵۶ تنو د مړینې او پرې د ۱۵۸۲ تنو له اخته کېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې پر کووېډ نولس ۵۶ اخته ناروغان مړه شوي او ۳۷۶ نور بېرته روغ شوي دي.
له دغو شمېرو سره، په افغانستان کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۲ زره او ۳۲۶ تنو ته لوړ شو.
له دې ډلې ۳ زره او ۲۵۱ ناروغان مړه شوي او ۵۸ زره او ۹۹۸ نور بېرته روغ شوي دي.