Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ تنه کورونا مړه کړي

روغتیا وزارت نن (جمعه د غبرګولي په ۲۱ مه نېټه) رسنیو ته استولو معلوماتو کې ویلي، چې تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۲،۹۴۸ کسانو د کورونا معاینې کړې وې، چې له منځه یې ۱،۰۲۴ تنه د کورونا ناروغان پېژندل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، تېره یوه شپه او ورځ کې، د کورونا له کبله ۳۷ کسان مړه شوي او د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۳۱۶ تنه ناروغان روغ شوي دي.

دې نویو شمېرو سره، افغانستان کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۸۸ زره او ۵۹۶ تنو ته رسېدلی.

له‌دې منځه ۳،۴۴۹ تنه مړه شوي او ۶۰ زره ۵۹۶ تنه روغ شوي دي.

ډاکټران وایي، د کورونا دې درېیمه څپه کې، ماشومان او ځوانان هم کورونا نیولي، خو اکثره قربانیان بیا د ډېر عمر خلک دي.

د افغان جاپان روغتون ډاکټران وایي، په یوه بېلګه کې ان یو ۱۳ کلن ماشوم د کورونا له کبله مړ شوی او همداراز، هره ورځ د لسګونه ماشومانو د کورونا معاینې مثبت کېږي.

ټوله نړۍ کې بیا، د امریکا د جان‌هاپکینز پوهنتون د شمېرو پر بنسټ، ۱۷۴ میلیونه او ۸۷۹ زره تنه پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۳ میلیونه، ۷۷۳ زره او ۶۳۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه