Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت: روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کورونا ویروس درېیمه څپه په چټکتیا د خورېدو په حال کې او او د کووېډ نولس ناروغانو د زیاتوالي له امله، روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.

د عامې روغتیاوزارت سرپرست وحید مجروح چې نن دوشنبې د ځواب ویلو لپاره ولسي جرګې ته تللی و، وویل هغه زر ډبې اکسجنه چې ازبیکستان مرسته کړې وه تشې وې.

هغه زیاته کړه:«یوه غلط فهمي شوې؛ هغه زر بالونه چې ازبیکستان مرسته کړې وه، اکسیجن نه دی، تشې دي.»

له دې ټولو سره ښاغلی مجروح وویل چې ټاکل شوې ده د سیمې هېوادونه لکه ایران او تاجیکستان له افغانستان سره د اکسیجن مرسته وکړي. یونیسف هم اعلان کړی چې د افغانستان د اوسني وضعیت د مدیریت لپاره، د افغانستان په روغتونونو کې د اکسیجن د تولید لس دستګاوې فعاله وي.

ورته مهال په افغان - جاپان روغتون کې د آکسیجن د تولید دستګاه جوړه شوې ده، خو لاهم په دغه روغتون کې اصلي ستونزه د آکسجن کموالی دی. ناروغ لرونکي وایي چې په دغه روغتون کې یو شمېر ناروغان د آکسیجن د کموالي له امله مړه شوي دي.
 
ناروغ لرونکی سید مهدي وايي:«د پلار اکسیجن مې ۸۵ و. اکسیجن یې بند شو او ۴۵ ته ورسېد؛ د اکسیجن د نشتون له امله پلار مې ومړ.»

ناروغ لرونکی محسن هم څرګندوي:«دلته هېڅ اکسیجن نه پیدا کېږي. حکومت باید د اکسیجن ستونزه حل کړي.»

خو د افغان - جاپان روغتون رییس زلمی ریښتین وایي چې په دغه روغتون کې د آکسېجن د تولید دستګاه په روغتون کې اکسیجن ته د ناروغانو یوازې ۲۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده:«ستونزه دا ده چې په بازار کې اکسیجن نه پیدا کېږي او ناروغان زیات دي. په هره اندازه چې ناروغان زیاتېږي زموږ کار ستونزمن کېږي.»
 
په افغان جاپان روغتون کې د کوویډ نولس شاوخوا ۱۶۲ ناروغان بستر دي چې ټول یې په بد روغتیایي وضعیت کې دي، ډاکټران وایي چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له زیاتېدو سره د ناروغانو په درملنه کې د دوی کار سختېږي.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کوویډ نولس ۷۱ ناروغان مړه شوي دي او تر ۱۸۰۰ زیات نور پر دغه ویروس ککړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مني چې دغه وزارت تر اوسه نه دی توانیدلی چې په روغتونونو کې د اکسیجن د کموالي ستونزه هواره کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کووېډ نولس ناروغۍ د زیاتوالي یو لامل په روغتیايي سپارښتنو کې د خلکو بې پروايي ګڼي.

هغه ګواښ کوی که چېرې هېوادوال روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي او له بې ځایه تګ راتګ څخه ډډه ونه کړي وضعیت به له کنټروه ووځي.

شریک یي کړئ