Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا مړینه کې بې ساری زیاتوالی؛ تېرو۲۴ساعتونو کې۹۴تنه مړه شوي

هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت له خوا خپرې شوې دي، د دې ښودنه کوي چې په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ د مړه شویو کسانو په شمېر کې په بې مخینې توګه زیاتوالی راغلی دی؛ لکه څرنګه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ تنه مړه شوي دي.

په ورته موده کې ۱۷۲۲ تنه تازه په تازه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له ډېر خپرېدو سره سم، د کورونا واکسین لپاره د خلکو غوښتنې هم ډېرې شوې دي.

اړوند مسوولین وايي، هره ورځ په کابل کې د کرونا واکسین د تطبیق مرکزونو تر شا سلګونه کسان د واکسین کېدو په تمه درېږي او په وینا یې په هر مرکز کې تر ۳۰۰ کسان چې ډېری یې له ۴۰ کلونو ډېر عمرونه لري، واکسینېږي.

د استقلال روغتون رییس ودود االله نوري وايي:«د دغه واکسین په لوړي پړاو کې ۷۰ سلنه معافیت رامنځته کوي او که چېرې هېوادوال یې ولګوي په خپل بدن کې دا معافیت ترلاسه کوي.»

د افغان - جاپان روغتون سرطبیب محمد طارق اکبري هم څرګندوي:«دم ګړۍ موږ په یوه پیک کې یوو او ویروس په صعودي حالت کې دی او تر راتلوونکو دوو اوونیو یا د چنکاښ تر ۱۵مه دا وضعیت لرو.»

له چین څخه هېواد ته د کورونا ویروس د واکسین د ۷۰۰ دوزو له راسېدو وروسته، پنځه ورځې کېږي چې په کابل ښار کې د کورونا واکسین د تطبیق بهیر په اولسو روغتیایي مرکزونو کې پېل شوی دی.

په کابل کې د واکسین مرکزونو ته د خلکو د ډېر ورتک له امله، ډېری دغه مرکزونه ټولو مراجعه کوونکو ته د واکسین د تطبیق وس نه لري.

د هغو کسانو شمېر لا تراوسه څرګند نه دی چې د چین واکسین یې ترلاسه کړی دی، خو عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې ویلي دي چې په هېواد کې ۶۵۶ زره کسانو ته د کورونا واکسین لګول شوی دی.

افغانستان تراوسه د کورونا ویروس یو مېلیون او دوه سوه زره دوزه واکسین (چې ۵۰۰ زره دوزه یې له هندوستانه او ۷۰۰ زره له چینه) ترلاسه کړي دي.

د هندي واکسین د تطبیق بهیر، کابو یوه میاشت مخکې پای ته ورسېد او د چینايي واکسین د تطبیق بهیر تازه په تازه پیل شوی دی.

شریک یي کړئ