عامې روغتیا وزارت وایي، د لوی اختر په درشل او د خلکو بېغورۍ له کبله، په کورونا د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی.
د روغتیا وزارت مسوولین وایي، د کورونا درېیمه څپه اوج ته رسېدلې او که خلک لکه د اوس په شان بېغوري وکړي، نو د اختر په ورځو کې به وضعیت خراب شي او کورونا به ناورین پېښ کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري ویلي:«که لوی اختر کې بیا هم خلک پاملرنه و نه کړي، خلک موږ سره همکاري و نه کړي، له بده مرغه بیا به موږ په کورونا د اخته کسانو د ګراف د راټیټېدو شاهدان نه یوو.»
د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا له کبله ۸۴ کسان مړه شوي دي او ۱۲۰۰ نه زیات نور کسان، په کورونا اخته شوي دي.
بلخوا کابل کې د کووېډ-۱۹ روغتونونو ته د وروړونکو ناروغانو شمېر کم شوی دی.
قصبه کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره د ځانګړي روغتون یوه ډاکټر عارفحسین شکوري ویلي: «ان ځینې داسې پېښې شته چې روغتون ته نهدي راوړل شوي خو هغوی کورونا ول او مړه شوي دي. اصلي ستونزه لا هم دودیزه بېباوري ده.»
په ورته وخت کې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي پر ټویټر لیکلي، چې پاکستان افغانستان سره د کورونا پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي.
په افغانستان کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر له ۱۲۵ زرو اوښتی او ترې د مړو شمېر ۵،۲۸۲ تنه ته رسېدلی دی.