Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورونا درېیمه څپه؛ تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۶ ناروغان مړه شوي

هغه شمېرې چې نن شنبې د عامې روغتیا له خوا خپرې شوې دي د دې ښودنه کوي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۱۳ تنه په کورونا اخته شوي او ۸۶ نور هم د دغې ناورغۍ له امله مړه شوي دي.

د دغو شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۷۸۵ ناروغان بېرته ښه شوي دي.

له دغو شمېرو سره په افغانستان کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر ۱۳۳ زره او ۵۷۸ تنو ته رسېږي او د مړه شويو کسانو شمېر هم پنځه زره او ۷۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو تراوسه څه باندې ۸۰ زره تنه چې په کووېډ نولس اخته شوي دي، بېرته روغ شوي دي.

افغانستان کې دم کړۍ د کووېډ نولس درېیمه څپه د تېرېدو په حال کې ده. د عامې روغتیا وزارت وايي چې څه باندې ۵۰ سلنه هغه کسان چې د کورونا ویروس د درېیمې څپې په لړ کې په دغه ویروس ککړ شوي دي، ډېری یې د هندي (ډلټا) ډول څخه دي.

له دې سره هم مهاله د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې تراوسه څه باندې ۹۸۰ تنو د کورونا واکسین اخیستی دی.

تېره ورځ د کورونا ویروس، جانس انډ جانس واکسین څه باندې ۱،۴ مېلیونه دوزه د امریکا له خوا افغان حکومت ته تسلیم کړل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه