Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو څلرویشتو ساعتونو کې کورونا په هېواد کې ۷۲ تنه مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د چنګاښ په ۲۲مه) وايي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د ۳۱۳۵ معاینه شویو بېلګو له ډلې د ۷۵۴ پېښو پایلې مثبتې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۷۲ ناروغان مړه شوي او ۱۲۶۳ تنه نور بیا روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جانسون انډ جانسون کورونا واکسین چې په دې وروستیو کې افغان دولت ته ورکړل شوی دی، د تطبیق بهیر یې د شنبې په ورځ پیل شو.

جانسون انډ جانسون واکسین یوازې یو دوز لري او د روغتیا نړۍوال سازمان د کوواکس پروګرام له خوا له افغانستان سره مرسته شوي دي.

د هېواد روغتیايي چارواکي ویلي دي چې د کورونا ویروس په وړاندې د کلي معافیت د رامنځته کولو یوازینۍ لار د واکسین تطبیق دی.

له دغه شمېرو سره په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۱۳۵ زره او ۶۴۳ تنو او د مړه شویو شمېر هم ۵۲۹۱ تنو ته رسېدلی دی.

ډاکټران ټينګار کوي چې خلک پر کورونا ویروس د ککړېدو د مخنیوي لپاره باید واکسین وکړي.

شریک یي کړئ