عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبه د چنګاښ په ۲۸ مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۲،۶۵۸ کسانو د کورونا معاینې کړې وې، چې له منځه یې ۹۱۵ تنه د کووېډ-۱۹ ناروغان پېژندل شوي دي.
عامې روغتیا وزارت ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ کسان کورونا مړه کړي دي او ۱،۱۰۶ تنه له کورونا روغ شوي دي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح پرون په کابل کې، یوه خبري کنفرانس کې پر ټولو خلکو غږ وکړ، چې د اختر ورځو کې د خپلوانو له کتلو ډډه وکړي، چې کورونا لا خپره نهشي.
مجروح خبرداری ورکړ، که خلکو سپارښتنې عملي نهکړي د کورونا درېیمې څپې سره مبارزه به ګرانه شي.
افغانستان کې دې وروستیو شمېرو سره په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۴۲ زره او ۴۱۴ تنه شو، چې له منځه یې ۶ زره ۲۶۶ مړه شوي او ۸۹ زره ۷۰۶ تنه روغ شوي دي.
د ټولې نړۍ شمېرو کې بیا: د امریکا د جانهاپکېنز پوهنتون د شمېرو پر بنسټ، ۱۹۰ میلیونه او څه باندې ۵ سوه زره کسان په کورونا اخته شوي، چې لهمنځه یې، ۴ میلیونه ۹۱ زره او ۶۷۲ کسان مړه شوي دي.