Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورونا په اختر کې؛ خلک روغتیايي ‌سپارښتنې نه عملي کوي

افغانستان کې لا هم د کورونا درېیمه څپه ده. عامې روغتیا وزارت وایي، په یو څو ولایتونو کې کورونا کمه شوې، خو په ټوله کې د درېیمې څپې نزولي پړاو نه‌دی پیل شوی.

د افغانستان خلکو داسې مهال د اختر دویمه ورځ ولمانځله، چې د کورونا وایرس لا هم په خپرېدو دی او د هرې ورځې په حساب، پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لوړ دی.

روغتیا وزارت تر اختر وړاندې، خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې که د اختر ورځو کې له ګرځېدو ډډه و نه‌کړي، کورونا به بیاځلې ډېره خپره شي.

اوس چې د اختر دوه ورځې تېرې شوې دي، روغتیا وزارت وایي، خلک روغتیایي سپارښتنې په پام کې نه‌نیسي او د یو بل کورونو ته ورځي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري ویلي:«که خلک نوره بې‌غوري هم وکړي، موږ به د تېر اختر په شان، د کورونا په اوج کې پاتې شو او کورونا به له موږ نوره قرباني هم واخلي.»

په ورته وخت کې کابل کې د افغان - جاپان روغتون مسوولان وایي، چې یوازې د اختر په لومړۍ ورځ، دې روغتون کې ۵ کسان کورونا مړه کړي او د ورغلو شکمنو ۴۰ کسانو له‌منځه د  ۸ یې معاینه مثبت شوې ده.

د افغان – جاپان روغتون یوې ډاکټرې راضیې ویلي:«د تېرې یوې اوونۍ پرتله کورونا په کمېدو ده او دې روغتون کې د ناروغانو شمېر کم شوی دی.»

په همدې حال کې د افغان – جاپان روغتون کې د پرتو ناروغانو خپلوان، پر نورو خلکو غږ کوي، چې بې‌غوري و نه کړي او روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

د یوه ناروغ خپل ضیاء الله ویلي:«باید تګ راتګ و نه کړي. باید ماسکونه وتړي، چې ناروغي له یو بل ته و نه رسوي.»

د کابل یوه اوسېدونکي عبدالبصیر ویلي:«یوه میاشت وشوه چې ناروغ لرم، روغتون کې دی – وضعیت يې ښه نه‌دی. له خلکو غواړم چې د اختر مبارکۍ دې په ټلیفوني اړیکو کې وکړي.»

شریک یي کړئ