Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اختر درې ورځو کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر کې زیاتوالی

د افغان جاپان روغتون چې په کابل کې د کووېډ نولس د درملنې یو له مرکزونو دی، نن جمعه د (زمري په لومړۍ نېټې) وویل چې دغه روغتون د اختر په درې ورځو کې یو ځل بیا د کووېډ نولس ناروغانو د زیاتوالي شاهد و.  

که څه هم په وروستیو اونیو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر کم شوی و، خو اوس دغه شمېر یو ځل بیا زیات شوی دی او  اوس د دغه روغتون په بېړنۍ څانګه کې دیارلس ناروغان بستر دي.

ډاکټر شیرین آغا ناصري وايي:«۸۴ ناروغانو مراجعه کړې ده او په اختر په درې ورځو کې ۱۸ ناروغان بستري شوي دي او نورو ناروغانو ته کورنۍ سپارښتنې شوي دي.»

د یوې مېرمن خپلوان چې له ننګرهار ولایت نه نن دلته راوستې شوې ده، وایي چې دا د واده په مراسمو کې د ګډون له امله پر کورونا وېروس اخته شوې ده.

د ننګرهار اوسېدونګی حسن خان وايي:«خلک یې جدي نه ګڼي. که چېرې جدي یې وګڼي، دا ستونزه نه رامنځته کېږي. زما مور یوه واده ته تللې وه، ستونزه دا ده چې خلک په کور کې هم بې پروايي کوي.»

د هغو ناروغانو وضعیت ښه نه دی چې افغان - جاپان روغتون ته راوړل شوي دي.
 
 د ناروغ خپلوانه ماریا څرګندوي:«د خدای لپاره بیرون ته مه وځئ چې له نورو سره په تماس کې کېږئ او کورونا یوه ټوکه ګڼي.» 

که څه هم د عامې روغتیا وزارت پر کورونا ویروس د اخته شویو کسانو او د کوویډ نولس ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو د شمېر په تړاو څه نه وایي خو وایي چې که خلکو د اختر په ورځو کې بې غوري کړې وي، کورونا ویروس به په لوړه کچه کې پاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري وویل:«وضعیت ته په پام، تر دوه یا درې ورځو پورې به معلومه شي چې په کوم شمېر اخته شوي کسان ثبت شوي دي او یا هم  زیاتوالی موندلی او که کمښت.»

تر اوسه په هېواد کې ۱۴۲ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي او له دې منځه نژدې ۶ زر او ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

داسې بریښي چې د اختر په ورځو کې د یو بل کورونو ته د خلکو ورتګ په هېواد کې یوځل بیا د کورونا وېروس د زیاتېدو لامل شوی دی.

شریک یي کړئ