Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې کورونا؛ تېرو۲۴ساعتونو کې د۳۲تنو مړینه او ۲۰۳پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ۲۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۳۲ ناروغان مړه شوي او ۶۶۵ نور بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې پر کووېډ نولس د اخته کسانو په ورځني شمېر او همدارنګه د مړینې په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

یوه اوونۍ مخکې پر کورونا ویروس د ککړو کسانو ورځنی شمېر له زرو لوړ وو او د مړینې شمېر یې هم څه باندې ۵۰ تنو ته رسېده.

نوې پېښې په کابل، کندهار، ننګرهار، کندوز، تخار، بغلان، هلمند، بامیان، غزني، نیمروز، دایکندي، کونړ، لغمان، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوي دي.
چې له دې منځه کابل د ۲۶ پېښو له ثبت سره په تېره یوه ورځ کې د کورونا ویروس د اخته کسانو لوړ شمېر لرلی دی او همدارنګه په دغې موده کې کندوز او کندهار د څلورو څلورو مثبتو پېښو له ثبت سره تر ټولو ټيټ شمېر لرلی دی.

د مړینې پېښې هم په کابل، کندهار، بلخ، کندوز، تخار، فاریاب، میدان وردګ، هلمند، بدخشان، نیمروز، پکتیا، لغمان، غور، فراه او خوست ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د دغو نویو شمېرو له ثبت سره، په افغانستان کې پر کورونا د ککړو کسانو شمېر ۱۴۳ زره او ۸۶۹ تنو او د مړه شویو کسانو شمېر هم ۶۴۲۵ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۹۱ زره او ۸۴۵ تنو ته رسېدلی دی.

له دې سره هم مهاله د لوړو زده کړو وزارت وايي ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو اونیو هېواد کې د ټولو لوړو زده کړو بنسټونو د زده کړیالانو حضوري درسونه په تدریجي توګه پيل شي.

د دغه وزارت د پرېکړې پر بنسټ، دغه بهیر له هغو ولایتونو پېلېږي چې پر کورونا د اخته کسانو کچه یې له ۳۵ سلنه ټيټه وي. د عامې روغتیا وزارت همدارنګه ویلي دي چې زده کړیالانو ته به واکسین هم ولګول شي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو اونیو هېواد کې د ټولو لوړو زده کړو بنسټونو د زده کړیالانو حضوري درسونه په تدریجي توګه پيل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه