Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا هېواد کې ۳۵ تنه مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې (د زمري په ۴مه) اعلان وکړ چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس ۷۰۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دغې موده کې ۲۵۸۸ شکمنې بېلګې معاینه شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ په دغې موده کې د کووېډ نولس ۳۵ ناروغان مړه شوي او ۵۹۴ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

له دغو شمېرو سره په افغانستان کې د کووېډ نولس د ناروغانو ټولیز شمېر ۱۴۵ زره او ۸۰۰ تنو او د دغه ویروس له امله د مړه شویو کسانو ټولیز شمېر ۶۵۱۵تنو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي ویلي دي چې د اختر په ورځو کې د خلکو بې پروايۍ د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېرې زیاتې کړې دي.

د جانزهاپکینز پوهنتون د شمېرو پر بنسټ، په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۱۹۴ مېلیونه او ۲۴۱ زره تنو ته رسېدلی او څه باندې ۴ مېلیونه او ۱۵۹ زره تنه نور د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.

په افغانستان کې د کووېډ نولس د ناروغانو ټولیز شمېر ۱۴۵ زره او ۸۰۰ تنو او د دغه ویروس له امله د مړه شویو کسانو ټولیز شمېر ۶۵۱۵تنو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ