Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دشت برچي ۵۰ بستریز روغتون پر منحلېدو د ډاکټرانو او خلکو نیوکې

د کابل دشت برچي پنځوس بستریز روغتون ډاکټران او کارکوونکي وايي، د عامې روغتیا وزارت یې فعالیتونه منحل کړي دي.

د دغې سیمې اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې، د دغه روغتون د منحلېدو په تړاو پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د دشت برچي اوسېدونکی ظاهر وايي:«که چېرې حکومت زموږ دی نو موږ ته دې یو سل بستریز جوړ کړي. دلته دوه مېلیونه نفوس ژوند کوي غواړي چې دغه پنځوس بستر هم له دې ځایه ولېږدوي.»
 
د دشت برچي بل اوسېدونکی عالمي هم څرګندوي:«ته حکومت یې د خلک عشر، مرستې او مالیه چې راغونډوئ، خلکو ته یې پیدا کړئ، په خلکو پورې اړه نه لري هغوی اړتیا لري.»

د دغه روغتون مسوولین هم له عامې روغتیا وزارته ځينې غوښتنې لري.

ډاکټر نظیر احمد وویل:«اسلامي امارت پرېکړه کړې ده چې روغتون منحل کړي، زه فکر نه کوم چې دا دې د اسلامي امارت نظر وي، د اسلامي امارت پرېکړه دا ده چې خلکو ته خدمت وکړي.»

روغتیا پاله مینا هم وايي:«موږ له ستونزو سره مخ کېږو، ځکه چې خلک نه شي کولای چې لېرې ځای ته ولاړ شي دا ځای ورته نږدې دی چې وکړای شي خپل ناروغان ژر راورسوي.»

خو د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د دغه روغتون ودانۍ پر معیار برابر نه وو؛ نو ځکه یې دا پرېکړه کړې ده. 

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر څرګندوي:«د برچي دښتې پنځوس بستریزه روغتون دم کړۍ په یوه کراي کور کې چې د صحي قوانینو خلاف ځای دی او هلته هغه معیارونه او سنډرډونه په پام کې نه دي نیول شوي، نو موږ پرېکړه وکړه هغه یوه پارچه ځمکه چې هغه دغه روغتون لپاره مختص شوې ده په هغه کې یو تعمیر جوړېږي د موقت وخت لپاره به دغه د برچي دښتې سل بستریز روغتون ته انتقالېږي او هلته به د موقت وخت لپاره مدغم کېږي.»

خو د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د روغتون فعالیتونه په نړیوالو معیارونو برابر نه وو ځکه یې دا روغتون تړلی دی.

د مسوولینو په وینا، دغه روغتون ته په ورځ کې شاوخوا ۴۰۰ ناروغانو مراجعه کوله.

خو اوس اوس د عامې روغتیا وزارت د پرېکړې پر بنسټ د دغه روغتون ډېری بسترونه خالي شوي او ډېر کم ناروغان دلته مراجعه کوي.

ناروغه شکیلا وايي:«خلک یوازې همدا روغتون لري، ښه والی یې دا دی چې دشت برچي ده نږدې دی، باید له دې ځایه ونه لېږدول شي.»

د دې روغتون په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۷۰ کسان کار کاوه.

خو اوس د دغه روغتون طبي وسایل او تجهیزات د عامې روغتیا وزارت په لارښوونه نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې د روغتیا برخې یو شمېر مرستندویانو ویلي و چې، د افغانستان د روغتیا برخې فعالیتونه چې، د مرستندویه بنسټونو له لوري یې ملاتړ کېږي په نږدې راتلونکي کې به له ځوړ سره مخ شي.

د دغه روغتون چارواکي او د برچي اوسېدونکي وايي چې د عامې روغتیا وزارت دې په خپله پرېکړه یو وار بیا فکر وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه