Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د سږکال تراوسه د شري ناروغۍ ۸۷ ماشومان مړه کړي

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال تراوسه په افغانستان کې نژدې ۱۰۰ ماشومان د شري ناروغۍ مړه کړي دي.

د ډبلیو ایچ اوو مسوولان وایي، چې د شري ناروغۍ د واکسینو کمی، د پوره خوړو نشتوالی او د ماشومانو خوارځواکي، په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې روان کال کې په زرګونه ماشومان د شري په ناورغۍ اخته شوي چې له منځه یې ۸۷ ماشومان د نه واکسینېدو له کبله مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویاندې مارګریټ هریس ویلي:"د واکسینو کمېدو او د خوړو کموالي له کبله په افغانستان کې ماشومانو کې د شري ناروغي ډېره شوې، چې زموږ ورته اندېښنه ده. که د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره څه و نه‌شي، دا ناروغي به نور ماشومان هم مړه کړي."

په ورته وخت کې کابل کې د ماشومانو د درملنې ځانګړي روغتون مسوولان وایي، که د روغتیا نړۍوال سازمان د شري ناروغۍ واکسین برابر نه‌کړي، د دې ناروغۍ قربانیانو شمېر به زیات شي.

د صحت طفل روغتون یوه ډاکټر عبدالصمد تسل ویلي:"د هرې ورځې په تېرېدو سره د شري ناروغۍ ناروغان زیاتېږي او د واکسینو نشتوالی اصلي ستونزده ده."

له دې سره د کابل یو اوسېدونکی فهیم وایي چې دوه نیم کلن ماشوم یې اوس اوس په شري ناروغۍ اخته شوی او څو وار یې ماشوم روغتون ته بوولی خو واکسین نه‌شته.

فهیم ویلي:"اول یې څو ورځې تبه وه. ډاکټر ته مې وروست. نه پوهېدم چې څه پرې شوي، صحت طفل روغتون کې ډاکټرانو وویل چې شري ناروغي لري اوس دلته روغتون کې بستر دی."

وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي وو، چې افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه ماشومان سخت خوارځواکه دي چې له منځه یې د یو میلیون ماشومانو وضعیت ښه نه دی.

بل‌خوا روغتیايي چارواکي دا هم وایي چې د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم په زیاتېدو دی او روان کال کې تر اوسه له یو میلیون نه زیات کسان په شکرې ناروغۍ اخته شوي چې له منځه یې زیات ناروغان ښځې دي.

روغتیايي چارواکي دا هم وایي چې د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم په زیاتېدو دی او روان کال کې تر اوسه له یو میلیون نه زیات کسان په شکرې ناروغۍ اخته شوي چې له منځه یې زیات ناروغان ښځې دي.

Thumbnail

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال تراوسه په افغانستان کې نژدې ۱۰۰ ماشومان د شري ناروغۍ مړه کړي دي.

د ډبلیو ایچ اوو مسوولان وایي، چې د شري ناروغۍ د واکسینو کمی، د پوره خوړو نشتوالی او د ماشومانو خوارځواکي، په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې روان کال کې په زرګونه ماشومان د شري په ناورغۍ اخته شوي چې له منځه یې ۸۷ ماشومان د نه واکسینېدو له کبله مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویاندې مارګریټ هریس ویلي:"د واکسینو کمېدو او د خوړو کموالي له کبله په افغانستان کې ماشومانو کې د شري ناروغي ډېره شوې، چې زموږ ورته اندېښنه ده. که د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره څه و نه‌شي، دا ناروغي به نور ماشومان هم مړه کړي."

په ورته وخت کې کابل کې د ماشومانو د درملنې ځانګړي روغتون مسوولان وایي، که د روغتیا نړۍوال سازمان د شري ناروغۍ واکسین برابر نه‌کړي، د دې ناروغۍ قربانیانو شمېر به زیات شي.

د صحت طفل روغتون یوه ډاکټر عبدالصمد تسل ویلي:"د هرې ورځې په تېرېدو سره د شري ناروغۍ ناروغان زیاتېږي او د واکسینو نشتوالی اصلي ستونزده ده."

له دې سره د کابل یو اوسېدونکی فهیم وایي چې دوه نیم کلن ماشوم یې اوس اوس په شري ناروغۍ اخته شوی او څو وار یې ماشوم روغتون ته بوولی خو واکسین نه‌شته.

فهیم ویلي:"اول یې څو ورځې تبه وه. ډاکټر ته مې وروست. نه پوهېدم چې څه پرې شوي، صحت طفل روغتون کې ډاکټرانو وویل چې شري ناروغي لري اوس دلته روغتون کې بستر دی."

وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي وو، چې افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه ماشومان سخت خوارځواکه دي چې له منځه یې د یو میلیون ماشومانو وضعیت ښه نه دی.

بل‌خوا روغتیايي چارواکي دا هم وایي چې د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم په زیاتېدو دی او روان کال کې تر اوسه له یو میلیون نه زیات کسان په شکرې ناروغۍ اخته شوي چې له منځه یې زیات ناروغان ښځې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه