Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډاکټران وایي د خوارځواکو ماشومانو د مړینې گراف لوړ شوی

د دولتي روغتونونو مسوولان وایي، چې وروستۍ یوه میاشت کې د خوراځواکو ماشومانو د مړینې شمېر لوړ شوی دی.

د صحت طفل روغتون مسوولان وایي، چې د درملنې لپاره د خوارځواکو ماشومانو شمېر، تر پخوا پنځوس په سلو کې ډېر شوی دی.

د صحت طفل روغتون د داخله څانګې مسوول فرید احمد اندیشمند ویلي:"دې وروستیو کې د ناروغانو شمېر زیات شوی نو هر څومره چې ناروغان ډېر شي، زموږ د کار کیفیت کمېږي. ځکه خو په روغتونونو کې د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده."

ډاکټران وایي، د هوا سړښت بل لامل دی، چې ګڼ ماشومان ناروغانېږي.

د صحت طفل روغتون سرطبیب محمد لطیف باهر ویلي:"د تېرې اونۍ پرتله زموږ ناروغان ډېر شوي. موږ د ناروغانو لپاره ځای نه‌لرو. ځکه عاجل ناروغان منو نور رخصتوو."

د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، هېواد کې هر کال په زرګونه ماشومان یوازې د خوارځواکۍ له کبله مري، هغه څه چې ډاکټران وایي یو دلیل د روغتیایي خدمتونو کمی دی.

له دې ټولو سره د خوړو د نړۍوال پروګرام یوه نظرپوښتنه ښيي، چې افغانستان کې ۸۳ سلنه کورنۍ پوره خواړه نه‌لري.

ډاکټران وایي، د خوارځواکو ماشومانو د مړینې کچه ځکه لوړه شوې، چې اکثرو دولتي روغتونونو کې روغتیایي امکانات نه‌شته.

تصویر بندانگشتی

د دولتي روغتونونو مسوولان وایي، چې وروستۍ یوه میاشت کې د خوراځواکو ماشومانو د مړینې شمېر لوړ شوی دی.

د صحت طفل روغتون مسوولان وایي، چې د درملنې لپاره د خوارځواکو ماشومانو شمېر، تر پخوا پنځوس په سلو کې ډېر شوی دی.

د صحت طفل روغتون د داخله څانګې مسوول فرید احمد اندیشمند ویلي:"دې وروستیو کې د ناروغانو شمېر زیات شوی نو هر څومره چې ناروغان ډېر شي، زموږ د کار کیفیت کمېږي. ځکه خو په روغتونونو کې د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده."

ډاکټران وایي، د هوا سړښت بل لامل دی، چې ګڼ ماشومان ناروغانېږي.

د صحت طفل روغتون سرطبیب محمد لطیف باهر ویلي:"د تېرې اونۍ پرتله زموږ ناروغان ډېر شوي. موږ د ناروغانو لپاره ځای نه‌لرو. ځکه عاجل ناروغان منو نور رخصتوو."

د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، هېواد کې هر کال په زرګونه ماشومان یوازې د خوارځواکۍ له کبله مري، هغه څه چې ډاکټران وایي یو دلیل د روغتیایي خدمتونو کمی دی.

له دې ټولو سره د خوړو د نړۍوال پروګرام یوه نظرپوښتنه ښيي، چې افغانستان کې ۸۳ سلنه کورنۍ پوره خواړه نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه