Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سره صلیب کمېټه د ۲۳ دولتي روغتونونو د کارکوونکو معاشونه ورکوي

د سره صلیب کمېټه په ټول هېواد کې د ۲۳ دولتي روغتونونو د اړتیا وړ وسایلو او د کارکوونکو د معاشونو له ورکړې خبر ورکوي.

دغه نړۍواله کمېټه چې د روغتیايي کارکوونکو د معاش ورکړه په نېغه توګه پيل کړې ده وايي، په پام کې لري چې د روغتیايي برخې د څه باندې ۶۰۰۰ کارکوونکو معاش ورکړي او تراوسه یې د ۱۵ روغتونونو کارکوونکو ته معاشونه او روغتیايي تجهیزات ورکړي دي.

د سره صلیب کمېټې لوړپوړی چارواکی منقاد الرحمان رودوال وايي:«د سره صلیب نړۍوال سازمان کارکوي چې د روغتیايي کارکوونکو ستونزې حل کړي، روغتونونو ته د مرستې پروګرام تر راتلونکو څو میاشتو دوام کوي، د سره صلیب سازمان تراوسه توانېدلی چې په ټول افغانستان کې د ۱۵ روغتونونو کارکوونکو ته معاش او نور تجهیزات لکه درمل او د ناروغانو د درملنې لپاره د نورو امکاناتو مرستې کړې دي.»

کابل کې د یوه دولتي روغتون کارکوونکي وايي په دې تمه دي چې، له څلورو میاشتو ځنډ وروسته یوازې د دوو میاشتو معاشونه واخلي او خپلې اقتصادي ستونزې پرې حل کړي. 

دوی وايي، اقتصادي وضعیت یې دومره خرابه دی چې، اوس د موټر د کرایې ورکړې وس هم نه لري.

ډاکټره امنه شکوهمند وايي:«کله چې معاش نه وي هېڅ کار نه شو کولای، موږ معاش اخلو چې د موټر کرایه ورکوو، کورنۍ ته خواړه وړو، روغتیايي کارکوونکي له ډاکټر نیولي تر روغتیا پالو او کارګر ټول خپلو معاشونو ته اړتیا لري.»

د روغتیايي چارو ځينې کارکوونکي له دې امله خوشحاله دي چې، د دوو میاشتو معاشونه یې ورکول کېږي.

د یوه دولتي روغتون کارکوونکی نېک محمد بابکرخېل څرګندوي:«نن چې معاش اخلو دومره خوشحاله یوو چې فکر کوئ کله چې یو ماشوم نوی نړۍ ته راغلی وي، ټول خوشحاله او په تمه دي، دومره خوشحاله یوو.» 

دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، د هېواد روغتیايي سیستم له پاشل کېدو وژغوري.

د داخله ناروغیو متخصص محمد عوض په دې هکله زیاته کړه:«موږ د دې غوښتونکي یوو، هغه بنسټونه او سازمانونه چې د روغتیا په برخه کې کارکوي له موږ سره همکاري وکړي، ځکه چې د ناروغانو ګڼه ګوڼه زښته زیاته ده، لارې پرانیستل شوې دي خلک له لېرې پرتو ولایتونو راځي، خو تجهیزات کم دي او حتا زموږ پرسونل کم شوی دی.»

د ویلو ده چې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې لا تر اوسه د هېواد د ۱۵ دولتي روغتونونو د کارکوونکو معاشونه پرې کړي او د اړتیا وړ درمل او نور طبي وسایل یې هم ورسولي دي.

د سره صلیب کمېټه وايي په پام کې لري چې د روغتیايي برخې د څه باندې ۶۰۰۰ کارکوونکو معاش ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه