Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوارځواکۍ له امله د څه باندې یو مېلیون ماشومانو د مړینې احتمال

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي چې په روان زیږدیز کال کې درې اعشاریه دوه مېلیونه ماشومان له شدیدې خوارځوکۍ څخه به وکړېږي چې له دې منځه یو مېلیون به یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

یونېسف زیاتوي که چېرې له افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره ژر تر ژره ګام پورته نه شي، څه باندې یوم مېلیون ماشومان به خپل ژوند بایلي.

دغه سازمان په اعلایمه کې راغلي دي:«له بیړني اقدام پرته، ښايي یو مېلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله مړه شي.»

بلخوا عامې روغتیا وزارت بیا له میندو سره پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۴ اعشاریه ۴ مېلیونه په ګوته کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر څرګندوي:«په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره، هغه تابیاوې چې تراوسه نیول شوې دي، کولای شو چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته نغوته وکړو او همدارنګه د بشري مرستو جلب ته چې د بهرنیو سازمانونو له خوا کېږي.»

سعیده د درېیو ماشومانو مور ده او د خپل یوه ماشوم د درملنې لپاره له لوګره کابل ته راغلې ده. وايي، یو ماشوم یې د شدیدې خوارځواکۍ له امله آن د خپلو سترګو لید هم له لاسه ورکړی دی.

سعیده طلوع نیوز ته وايي:«مالي وس مو نه درلود، زوی مې دلته راوست. هیله لرم چې زوی مې دلته ښه شي.»

د کار روزګار نشتوالی او لوږه په دې ورځو کې د ډېریو کورنیو د ژوند کېسې دي.

د بل ناروغ ماشوم مور شازیه هم څرګندوي:«موږ بې وسې یوو، خاوند مې شهید شوی. ماشومان مې یتیمان دي.»

د ماشومانو متخصص داکتر سید مسلم وايي:«تېر کالونه په خوارځواکۍ اخته ماشومان کم وو، اوس د ورځې تر ۲۵ ناروغان بستري لرو.» 

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، په هېواد کې اقتصادي ځوړ، د بېکارۍ ډېروالی او وچکالي د دې لامل شوي چې، شاوخوا ۲۳ مېلیونه کسان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې راشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه