Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سمنګان کې د کووېډ-۱۹ روغتون د کارمندانو اعترض

د سمنګان ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون ډاکټران او کارکوونکي د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې ادعا کوي چې له یوه کال راهیسې معاشونه نه‌دي ورکړل شوي.

د دوی په وينا، سره له دې چې هره ورځ خپلو کارونو ته ورځي، خو د روان کال له وري مياشتې راهيسې يې معاشونه نه‌دي تر لاسه کړي.

په سمنګان کې د کووېډ-۱۹روغتون یو پرستار عظیم الله په دې اړه وايي: «له وري میاشتې راهیسې زموږ معاشونه نه‌دي راکړل شوي. د نورو ولایتونو معاشونه ورکړل شوي، زموږ ګناه څه ده؟»

د سمنګان ولایت د کووېډ-۱۹روغتون ډاکټر روح الله وايي: «له بده مرغه د وري له ۲۴مې مو معاشونه نه‌دي تر لاسه کړي چې د دې مسوول د اهید دفتر دی. مهرباني وکړئ زموږ معاشونه راکړئ. کارمندان په ناوړه اقتصادي حالت کې دي.»

دغه ډاکټران وایي، د سږکال د شپږو میاشتو معاشونه یې په نړيوال بانک او اهید بنسټ پورې اړوند دي او د وروستیو شپږو میاشتو معاشونه یې بیا په اسلامي امارت پورې اړوند دي، خو تر اوسه یې هېچا معاشونه نه‌دي ورکړي.

بل‌خوا د سمنګان د کووېډ-۱۹روغتون رییس له نړیوال بانک او عامې روغتیا وزارته  غواړي چې د دې روغتون د کارکوونکو د دولسو میاشتو معاش ژر تر ژره ورکړي.

د سمنګانو د کووېډ-۱۹ روغتون رییس ذبیح الله وکیل په دې اړه طلوع نیوز ته وویل: «موږ له نړیوال بانک او د عامې روغتیا له وزارته غوښتنه کوو چې د یوې بلې ادارې او یا هم د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست له لارې موږ ته معاشونه راکړي.»

د سمنګان د عامې روغتیا رییس په یوې ټېلېفوني اړیکه کې وایي، تر اوسه دې ولایت د کووېډ-۱۹روغتون او همداراز پر نشو د روږدو کسانو د درملنې د روغتون کارکوونکو برخلیک مالوم نه‌دی.

د ډاکټرانو په وينا، سره له دې چې هره ورځ خپلو کارونو ته ورځي، خو د روان کال له وري مياشتې راهيسې يې معاشونه نه‌دي تر لاسه کړي.

شریک یي کړئ