Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو درې میاشتو کې کووېډ نولس ناروغۍ ۳۸ تنه مړه کړي

په هېواد کې په تېرو درې میاشتو کې د کووېډ نولس ۳۸ ناروغان مړه شوي دي او څه باندې ۲۴۰۰ تنه نور پرې اخته شوي دي.

که څه هم د کورونا وېروس پراختیا او د اومېکرون د تشخصیه کېټونو نشتوالی د روغتیا په برخه کې یوه لویه ستونزه بلل کېږي؛
خو د عامې روغتیا وزارت وایي چې په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د کوویډ ۱۹ ناروغان د پاموړ کم شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وایي، چې اوس‎مهال په هېواد کې پنځه روغتونونه له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي:«له نېکه مرغه د کورونا ویرس د پام وړ د کښمت شاهد یوو.»

بل خوا د افغان جاپان روغتون مسوولان وایي، چې په دغه روغتون کې اوس ستونزې نشته. افغان جاپان روغتون په کابل کې د کوویډ نولس ناروغانو د درملنې مرکز بلل کېږي.
  
د افغان - جاپان روغتون رییس زلمی ریښتین څرګندوي:«فکر کوم که چېرې بله څپه یې هم راشي ښايي دومره شدیده نه وي که چېرې د یوې بلې څپې شاهد هم واوسو، کولای شو چمتووالی ولرو او په دغه صورت کې باید د پرسونل جذب ته ډېره پاملرنه وشي.»

د کابل اوسېدونکی له مسوولانو غواړي چې د روغتیا برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
 
د کابل اوسېدونکې زهرا وايي:«ډېره اندېښنه لرم. د عامې روغتیا وزارت باید روغتونونه وڅېړي چې روغتونونه د ناروغانو په پام کې وي.»

د عامې روغتیا وزارت دغه راز وایي، چې په وروستۍ یوې میاشت کې د روغتیا نړيوال سازمان له افغانستان سره د کورونا وېروس د یوسلو شل زره تشخیصیه کېټونو مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه