Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو څلور میاشتو کې خوارځواکۍ هېواد کې ۳۰۸ماشومان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې په خوارځواکۍ اخته  ۳۰۸ ماشومان مړه شوي او تر ۲۰۰ زره زیات په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

بل خوا ډاکټران وايي، چې بېوزلي او ناسمه تغذیه هغه لاملونه دي، چې په افغانستان کې یې د خوارځواکۍ ناروغي زیاته کړې ده.

اندراګاندي روغتون په هېواد کې پر خواځواکۍ د اخته ماشومانو تر ټولو لوی مرکز دی. د دغه روغتون مسوولان وایي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په کابل کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیاتېږي.

د اندراګاندي روغتون د داخله څانګې مسوول محمد عارف حسن زی وايي:«په کورنیو کې ماشومان زیات زیانمن کوي او په ماشومانو کې، ډېری هغوی چې له پنځو کلونو کم عمر لري، اخته کېږي.»

د اندراګاندي روغتون خوارځواکۍ د څانګې مسووله حسیبا څرګندوي:«زموږ ډېری ناروغان له ولایتونو وي اوس د خوارځواکۍ ناروغان ډېر شوي دي او ډېر یې له ولایتونو راځي، د کابل هم دي. بې وزلي او لوږه زیاته شوې ده له همدې امله د خوارځواکۍ ناروغان هم زیات شوي دي.»

پتوني هغه مور چې زوی یې پر خوارځواکۍ او د زړه د سوري پر ناروغۍ اخته دی، د هغه د درملنې لپاره کابل ته راغلې ده. 

بل خوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتېدو له پخلي سره وایي، چې د ۲۰۲۲  کال له پیل راهیسې ۳۰۸ ماشومان پر خوارځواکۍ د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل:«په تېرو درې میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ زره پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۶۰۰۰۰ هغه ماشومان دي چې په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق هم ویلی دي، چې اقتصادي ناورین په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ډېرېدو اصلي لامل دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه