Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د نړۍ درېیم هېواد شو چې د شري ډېر ناروغان لري

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او له ماشومانو د ملاتړ صندوق په تازه خپور شوي راپور کې ویلي، افغانستان له سومالیا او یمن وروسته درېیم هېواد شو چې له نورو ډېر په شري ناروغۍ اخته کسان په‌کې شته.

په افغانستان کې د یونیسف د ارتباطاتو مسوولې سام مورټ وايي: «د ناروغیو د مخنیوي لپاره باید هر کال د روغتیا خوندیتوب کمپاینونه وشي، خو د کرونا په خاطر ملي کمپاینونه ګډوډ شول، په ماشومانو کې د شري لوړې شمېرې د همدې لپاره دي چې دوی روغتیايي خوندیتوب نه‌لري. په هېواد کې د سرخکان ضد ملي بېړني کمپاین ته اړتیا ده.»

له‌ دې سره هم‌مهاله د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په سرخکانو د اخته ماشومانو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال په هېواد کې د سرخکانو ۳۶۶۱۳ پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۲۴۷ ماشومان د همدې ناروغۍ له کبله مړه شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي: «له جنوري نه تر اپرېل پورې د شري شمېرې ورځ تر بلې او هره میاشت پورته کېدې. په جنوري کې شاوخوا ۵۴۴۶ پېښې وې، خو په فبروري کې ۷۸۹۱ وې او په مارچ میاشت کې ۱۱۸۰۸ ثبت شوې وې.»

بل‌پل د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون ډاکټران وايي، د روان د وري میاشتې پر مهال یوازې په دې روغتون کې د سرخکانو ۶۰۰ پېښې ثبت شوي.

د دې روغتون د شري څانګې متخصص روزونکی سیف‌الله اباسین وايي: «د نورو کلونو پرتله د شري پېښې د پام وړ لوړې شوي، د تېرو کلونو پرمهال په‌دې وخت کې مو د شري پېښې نه درلودې.»

یو شمېر کسان چې ‌دې روغتون ته د خپلو ماشومانو د درملنې په موخه ورغلي وايي، د ناوړه اقتصادي ستونزو له کبله یې هره میاشت ماشومان په شري ناروغۍ اخته کېږي..

د کاپیسا اوسېدونکی عبدالواحد وايي: «یوه اوونۍ په کور کې وو، وروسته یې وضعیت خراب شو، بیا راغلو، اوس له ۴۵ ډېرې ورځې کېږي چې همدلته یوو، ډاکټران وايي، درمنله یې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۲ کال د لومړیو دوو میاشتو پر مهال یې د هېواد ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې ۱٫۲ مېلیونه ماشومانو ته د شري ضد واکسین لګولی او درې مېلیونه نورو ماشومانو ته به ډېر ژر واکسین ولګول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه