Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي اندېښنې

که څه هم په وروستیو ورځو کې پر کورونا ویروس د اخته کېدو د پېښو په تړاو څه نه ویل کېدل، خو د افغان جاپان روغتون په دغه روغتون کې په یوه ورځ کې د کورونا ویروس د ۷۰ پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

 د دغه روغتون مسوولان زیاتوي چې د تشخصیه کېټونو نشتوالي د دوی کار له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغان- جاپان روغتون د کیفیت د کنټرول مسوول حشمت الله فیضي وايي:«موږ هغه اندېښنه چې لرو دا ده شونې ده په یوې یا دوه اوونیو کې د کورونا پېښې زیاتې شي او له عامې روغتیا وزارته زموږ غوښتنه دا ده چې خپل چمتووالی ولري.»

‌ډاکټر دستګیر نظري هم څرګندوي:«د نړۍوال بانک او د بودیجې بندون چې له ملي بودیجې یې جریان درلود، دا د ې لامل شوی چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کورونا ویروس د عرضه خدمتونه ونه لرو.»

بل خوا د عامې روغتیا وزارت هم په هېواد کې د کرونا وېروس د بیا خپرېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وایي،چې په وروستۍ یوه میاشت کې پر کرونا وېروس د اخته کېدو له امله دولس تنه مړه شوي دي.
                   
د عامې روغتیا زوارت ویاند جاوېد هژیر وايي:«لکه څرنګه چې په جنورۍ میاشت کې موږ ۵۶۳۰ مثتبې او ۶۰ د مړینې پېښې لرلې او په فبرورۍ میاشت کې ۱۲۷۶ مثبتې او ۱۸۴ هم د مړینې پېښې لرلې او په مارچ میاشت کې ۲۸۱۸ مثبتې پېښې لرلې دي.»

اخوا هېوادوال هم د کرونا ویروس پر بیا خپرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره له عامې روغتیا وزارت نه غواړي چې په ټول هېواد کې د کوويډ ۱۹ د روغتونونو فعالیت بېرته پېل کړي.
              
د کابل اوسېدونکی سمیر څرګندوي:«زما غوښتنه دا ده چې هېوادوال جدي پاملرنه وکړي په ځانګړې توګه د کورونا په برخه کې ځکه چې یو وژونکی ویروس دی، که چېرې د هغه مخه ونه نیول شي ټول خلک ککړوي.»
            
د کابل اوسېدونکي محمد ادریس هم وویل:«موږ نور د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو وس نه لرو، مسوول بنسټونه چې په دې برخه کې دي، له هغو روغتونونو چې په کورونا پورې اړوند دي، له عامې روغتیا څخه هیله من یوو چې له حده زیاته پاملرنه وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت وزارت دغه راز وایي چې په هېواد کې اووه روغتونونه د کوویډ نولس ناروغانو د درملنې په برخه کې فغالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه