Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د درملو په عمده پلورونځيو کې د درملو د کمښت په تړاو ګواښ

د درملو پلورونکو ټولنه خبرداری ورکوي چې افغانستان په بې مخینې توګه د درملو له کموالي سره مخ شوی دی.

د وارداتو نوي قوانین، بهر ته د پیسو په لېږد کې ستونزې، په بانکونو کې د سوداګرو د پیسو بندېدل او همدارنګه هغه اندېښنې چې د ځينو سوداګرو د تښتولو په پایله کې رامنځته شوې دي، په هېواد کې د درملو د کمښت لاملونه ښودل کېږي.

د افغانستان د درمل پلورونکو د ټولنې رییس اسد الله کاکړ وویل:«د سوداګرو پیسې په بانکونو کې بندې دي. یو ځل یې د یو لک او دوه لکو په اندازه ورکړې، دا یوه ستونزه ده، بله ستونزه دا ده چې زموږ مالونه په ګمرکونو کې درول شوي دي.»

بل خوا د یو شمېر درملتونونو خاوندان په بازارونو کې د ځینو درملو د بیې پر لوړېدو هم اندېښنه څرګندوي.
 
د درملو د خدمتونو د ټولنې د درملتونونو د ټولنې رییس محمد قاسم وايي:«زموږ یو هېوادوال د ډوډۍ پیسې نه لري، درې زره پیسې پور کوي چې دوا وپلوري. اوس هماغه اندازه درمل په ۱۰ زره افغانۍ شوي دي.»

د یوه درملتون څښتن احمد هم زیاتوي:«دا د سرطان درمل دي. په تېر کې دا پاکټ په ۳۰۰ افغانۍ پلور کېدې. اوس یې بیه ۷۰۰افغانۍ ته رسېدلې ده.»

اخوا د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د درملو د کموالي ستونزه مني، خو وایي چې په هېواد کې د ټولو روغتیایي مرکزونو لومړنۍ اړتیاوې د روان کال تر پایه د روغتیا د نړۍوال سازمان له لوري پوره کېږي.
 
د عامې روغاتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر څرګندوي:«د څه باندې ۲۵۶۸ مرکزونو تړون د کال تر پایه د روغتیا نړۍوال سازمان او یونېسف سره دی، او د تجهیزاتو او درملو ستونزه په بشپړه توګه حل ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې ۹۳ سلنه کارېدونکي درمل له پاکستان، ایران، هند او بنګله دېش نه واردېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه