Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وینې ورکولو نړیواله ورځ؛ مسوولان د وینې ورکولو کلتور د دودولو غوښتنه کوي

د وینې مرکزي بانک د وینې ورکولو په نړیواله ورځ په هېواد کې د وینې ورکړې کلتور د دودېدو غوښتنه کوي.

دوی پر هېوادوالو غږ کوي چې د وينې ورکولو په بهير کې له هغو ناروغانو سره مرسته وکړي چې وينې ته اړتيا لري.

د وینې مرکزي بانک رییس محمد ناصر صادق وايي: «د وینې مرکزي بانک په هغه کال ۸۸ زره او ۵۳۶ د وینې معاینې کړې وې. همداراز ۱۲۶٨۷۶ کسانو ته یې وینه هم وېشلې ده.»

د معالجوي طب عمومي رییس احمد سیر پاڅون وویل: «د وینې د ورکولو کسانو په شمېر کې باید ډېروالی راشي، څو د هغه کسانو ژوند وژغورل شي چې وینې ته اړتیا لري.»

بل‌خوا یو شمېر هېوادوال چې د وینې د ورکولو لپاره د وینې مرکزي بانک ته راغلي، له خلکو غواړي چې له ناروغانو سره د مرستې لپاره د وینې ورکولو په بهیر کې ونډه واخلي.

د وینې ورکوونکی احمد نثار وايي: «د انساني مسوولیت له مخې وینه ورکوو چې بشریت وژغورو او دا ژمنه له ځان، خدای او انسانیت سره کوو چې بشریت وژغورو.»

د مسکا په نوم یوه نجلۍ ناروغ ده او وینې ته اړتیا لري، وايي: «زه له هېوادوالو غواړم تر څو چې توان لري، وینه دې ورکړي، د هغوی لپاره هم او زموږ لپاره هم ګټوره ده.»

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت وایي، پر وخت وینې ته د هېوادوالو د لاسرسي په موخه به د هېواد په پنځو زونونو کې د وینې بانکونه جوړ کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي: «زموږ پلان دا دی چې په همدې معیار سره په پنځه حوزو کې د وینې بانکونه جوړ کړو، ځکه د افغانستان لرې ځای کې هم وینې ته اړتیا پېښېږي، خو د هوا له لارې له مرکزي بانک څخه د لېږد لپاره امکانات نه‌شته.»

بل‌خوا د روغتیا نړیوال سازمان دې وزارت ته ډاډ ورکړی چې د وینې اخیستو د امکاناتو په برابرولو کې به ورسره همکاري وکړي. دې  نړیوال بنسټ له عامې روغتیا وزارته غوښتې چې د وینې د ورکړې په تړاو خلکو ته د معلوماتو د ورکړې په موخه د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه