Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مرګونې زلزله؛ د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله ټپي مېرمنې بې درملنې پاتي

د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې د زلزلې ټپیان یې خوست ولایت ته د درملنې په موخه وړي، وايي، د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله یې تر اوسه د ډېرو ټپي شويو مېرمنو درملنه نه‌ده شوې.

دوی زیاتوي، په اوسني حالت کې د ښځينه ډاکټرانو شمېر کم دی او د دې ولایت په روغتون کې د امکاناتو له کموالي هم سر ټکوي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی وايي: «موږ ښځینه ډاکټرانو ته ډېره اړتیا لرو، یوه ډاکټره نه‌شته. ښځې له سهار راهیسې همداسې پرتې دي او ښځینه ډاکټرانې نه‌شته چې درملنه یې وکړي. نو موږ دوی ته ډېره اړتیا لرو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

د پکتیکا ولایت یو بل اوسېدونکی وايي: «موږ ته سخته اړتیا ده، ډېر خلک ځکه شهیدان شوي چې ښځینه او کوچني ماشومان په‌کې ډېرې دي. همداراز، بوډاګان او ځوانان هم ډېر زیات شهیدان شوي. موږ ډېره زیاته اړتیا لرو چې موږ ښځینه ډاکټرانې راشي او د ناروغانو درملنه وکړي.»

د پکتیکا او خوست ولایتونو په شوې زلزله کې له ځاني او مالي زیانونو سربېره د زلزله ځپلو روغتیايي چارو ته رسېدنه یوه بله مساله ده چې اندېښنې یې راپورته کړې دي.

یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو د زلزله ځپلو کورنیو روغتیايي وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوې اعلامیه کې لیکلي: «له یوې زلزلې وروسته د وبا خپرېدل یوه جدي اندېښنه ده. تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۰۰ زره د اسهال شدیدې پېښې تایید شوي دي. د ناروغیو له خپرېدو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیول کېږي.»

بل‌خوا‌ د ماشومانو د ساتنې سازمان هم د پېښې په ځای کې ماشومانو ته د پاکو اوبو، خوړو او د مناسبې سرپناه د نه‌شتوالي له امله اندېښمن دی.

د ماشومانو د ساتنې سازمان په اعلامیه کې زیاته کړې: «د افغانستان په سویل ختیځ کې به ۱۱۸ زره ماشومان ښايي د زلزلې له امله متاثره شوي وي او په‌دې تړاو جدي اندېښنې شته. موږ داسې راپورونه لرو چې خلک په ازاده فضا کې تر پلاستیک لاندې شپې او ورځې تېروي.»

بې پولې ډاکټران هم وايي، دوی په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو د اړتیاوو د ارزولو په حال کې دي.

د افغانستان لپاره د بې‌پولو داکټرانو د برنامې رییسه سارا شتو وايي: «موږ په لومړي سر کې مالي مرستو ته ځواب ورکړ. هغه هم د زلزلې په لومړې ورځ. موږ په خوست کې یوه ډله لرو او هغې ډلې له روغتون سره همغږي کړې او همداراز په سیمه کې ټپیان ارزوي او ګوري چې کومو طبي وسایلو ته اړتیا ده چې ورته یې برابر کړو. موږ هلته جراحان او نور متخصصان هم لرو.»

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو ته د روغتیا نړیوال سازمان، د ناروې د پناه غوښونکو شورا، د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق، په افغانستان کې د ملاتړ بنسټ، له افغان پناه غوښتونکو سره د مرستې کمېټې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې د خپلو مرستو د رسولو ټټر وهلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه