په هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین پنځم پړاو کمپاین پیل شو. ټاکل شوې پهدې څلور ورځني کمپاین کې له پنځه کلونو کمعمره کابو لس مېلیونه ماشومان واکسین شي.
سږ کال په پکتیکا کې د پولیو د یوې مثبتې بېلګې په ثبتېدو سره، په هېواد کې د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
پهدې پړاو کې واکسین کوونکي کور په کور ګرځي، څو له پنځه کلنۍ کمعمره ماشومان واکسین کړي.
د لوېدیځې حوزې د واکسیناسیون برنامې مسوول وحید رحماني وايي: «په هېواد کې د پولیسو ویروس خورېدل شته او په هغه سیمو چې کې د واکسین کچه یې له ۸۵ سلنې ټيټه ده، له ګواښ سره مخ دي.»
ټاکل شوې د هېواد په لوېدیځه حوزه کې څه د پاسه یو میلیون او درې سوه زره ماشومان واکسین شي.
روغتیايي چارواکي وايي، د ګوزڼ ضد واکسین پهدې کمپاین کې به د مناسبې هوا له امله په ټول هېواد کې ماشومان واکسین شي.
د باغیس د عامې روغتیا رییس محمد اصف قانت وايي: «موږ په دې کمپاین کې هڅه کوو شاوخوا ۱۸۴٫۴۸۹ ماشومانو ته واکسین وکړو.»
د نیمروز د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر مطیعالله منیب وايي: «ان شاء الله پهدې کمپاین کې موږ ۱۱۰٫۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کوو.»
خو د ځینو کورنیو لهخوا د خپلو ماشومانو د واکسین نه کول، د روغتیايي کارکوونکو کار له ستونزو سره مخ کوي.
روغتیايي کارکوونکې کیانا رحیمي پهدې اړه وايي: «نږدې دوه یا درې کورنۍ د سیمهییز شورا د وکیلانو، ډاکټرانو او د سیمې د مشرانو په مرسته هغوی ته قناعت ورکوو چې ماشومان واکسین کړي.»
د روان زېږدیز کال پر مهال په پکتیکا ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ یوه بېلګه ثبت شوې ده. تېر کال په هېواد کې د ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوې وې.
د هېواد په ځینو برخو کې د ګوزڼ ویروس لا هم د اندېښنې وړ بلل کېږي. پولیو یا ګوزڼ ناروغي درملنه نهلري او له دې ناروغۍ د ماشومانو د ژغورنې یوازینۍ لار واکسین کول دي.
په دې اړه مو اندونه