Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت په هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین له پیلېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت مسولان وایي، دغه کمپاین به د نړیوالو مرستندویه بنستونو په مرسته څلور ورځې دوام وکړي او په ۲۸ ولایتونو کې به له پنځو کلونو کم عمره څه باندې شپږ مېلیونه ماشومان واکسین شي.

دغه کمپاین به د سویلي، سویل ختيځو، ختيځو، شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو په ۲۴۸ ولسوالیو کې تر سره شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري شپږ ملي کمپایونونه ترسره کړي دي چې د هېواد په بېلابېلو برخو او بېلابېلو ولایتونو کې تر سره شوي دي. اوسنی زموږ پوښښ د ۷۴ سلنو په اندازه باندې دي او هڅه کوو چې د هېواد هر کوچني ته واکسین ورسېږي.»

ورته مهال د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین د پېلېدو په هرکلي سره د هېواد ټولو لرې پرتو سیمو ته د دې کمپاین د رسېدو غوښتنه کوي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغۍ ده، باید د دې ناروغۍ واکسین زموږ په هېواد کې ډېر شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: «د عامې روغتیا وزارت باید یوه ستره پرېکړه وکړي او دې ته جدي پاملرنه وکړي چې چې د پولیو واکسین ډېر کړي، تر څو خلک پوه شي چې دا یوه خطرناکه ناروغۍ ده.»

د ماشومانو ګوزڼ تر کومه بریده خطرناک دی؟

یو ډاکټر یې په اړه وايي: «کوزڼ یوه ساري او خطرناکه ناروغۍ ده چې په ماشومتوب کې د ماشومانو د فلج سبب کېږي؛ داسې فلج کې ټول عمر دوام پیدا کوي.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا، په وروستیو شپږو میاشتو کې په پکتېکا ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې او ویروس یې هغه ویروس ته ورته و چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې لېدل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه