Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه ډله پاکستاني ډاکټران په نور روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنه کوي

په کابل کې د نور روغتون مسوولان وايي، د پاکستاني ډاکټرانو يوه دولس کسيزه ډله د سترګو ناروغيو د درملنې په موخه کابل ته راغلې ده.

دوی زیاتوي، د سترګو درملنې په وړيا څلور ورځني کمپ کې به د ۵۰۰ ناروغانو درملنه او عملياتونه وکړي.

د نور روغتون رییس ظاهر ګل ځدراڼ وايي: «دغه ډاکټر صاحبان دولس نفره دي او ټول هم‌مسلکه ډاکټر صاحبان دي. دوی به د دې څلور ورځو په جریان کې په وړیا ډول د سترګو پنځه سوه عمیات اجرا کوي.»

هغه ناروغان چې روغتون ته ورغلي له‌دې کاره هرکلی کوي.

د خوست اوسېدونکی قدوس خان وايي: «ډېر خلک د غربت له کبله د سترګو نظر څخه محروم دي او درملنه نه‌شي کولای.»

د کابل ولایت اوسېدونکې پښتنه وايي: «له روغتون او پاکستاني ډاکټرانو ډېر خوښ یوو. کور یې اباد.»

ورته مهال پاکستاني ډاکتران وايي، غواړي پر عملیات سربېره د افغان ډاکترانو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي او زیاتوي، کابل ته د راتګ موخه يې د ناروغانو د عملياتونو تر څنګ د افغان ډاکټرانو روزنه ده.

یو پاکستانی ډاکټر ناصر احمد وايي: «ډېر ژر به ډاکټرانو په خپله د سترګو د شبکې عملیات پیل کړي.»

د افغانستان د سترګو متخصصان وایي، ډېری افغانانو د لوړ عمر او ځنیو د فزیکي زیانونو له امله د سترګو لید له منځه تللی دی.

ورته مهال پاکستاني ډاکټران وايي، کابل ته راتګ موخه يې د ناروغانو د عملياتونو تر څنګ د افغان ډاکټرانو روزنه ده.

تصویر بندانگشتی

په کابل کې د نور روغتون مسوولان وايي، د پاکستاني ډاکټرانو يوه دولس کسيزه ډله د سترګو ناروغيو د درملنې په موخه کابل ته راغلې ده.

دوی زیاتوي، د سترګو درملنې په وړيا څلور ورځني کمپ کې به د ۵۰۰ ناروغانو درملنه او عملياتونه وکړي.

د نور روغتون رییس ظاهر ګل ځدراڼ وايي: «دغه ډاکټر صاحبان دولس نفره دي او ټول هم‌مسلکه ډاکټر صاحبان دي. دوی به د دې څلور ورځو په جریان کې په وړیا ډول د سترګو پنځه سوه عمیات اجرا کوي.»

هغه ناروغان چې روغتون ته ورغلي له‌دې کاره هرکلی کوي.

د خوست اوسېدونکی قدوس خان وايي: «ډېر خلک د غربت له کبله د سترګو نظر څخه محروم دي او درملنه نه‌شي کولای.»

د کابل ولایت اوسېدونکې پښتنه وايي: «له روغتون او پاکستاني ډاکټرانو ډېر خوښ یوو. کور یې اباد.»

ورته مهال پاکستاني ډاکتران وايي، غواړي پر عملیات سربېره د افغان ډاکترانو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي او زیاتوي، کابل ته د راتګ موخه يې د ناروغانو د عملياتونو تر څنګ د افغان ډاکټرانو روزنه ده.

یو پاکستانی ډاکټر ناصر احمد وايي: «ډېر ژر به ډاکټرانو په خپله د سترګو د شبکې عملیات پیل کړي.»

د افغانستان د سترګو متخصصان وایي، ډېری افغانانو د لوړ عمر او ځنیو د فزیکي زیانونو له امله د سترګو لید له منځه تللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه